امنیتی ځواکونه ته د ااا مشرتابه نوې سپارښتنې؛ له هر ډول سلیقه یی چلند او خیانت ډډه وکړئ

ګهیځ: نن دوشنبه (د کب ۲۳مه او د مارچ ۱۴مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامی امارت مشرتابه هبت الله اخوند زاده امنیتی ځواکونو ته ځینې نوې سپارښتنې کړې دی.
هغه امنیتی ځواکونو ته په خطاب کې ویلی چې له غرور او کینې څخه په کلکه ډډه وکړی او له ځورېدلو افغانانو سره غوره چلند وکړی.
نوموړی دغه ویلی، چې له کبر، ظلم او خیانت څخه ډډه وکړی او د هر ډول توکمیز او ژبنیز توپیر او همدا شان له انډیوالیزم څخه هم ځان لرې وساتی.
نوموړی زیاته کړې ده چې امتیاز باید په امانتدارۍ سره وی او بیت المال باید خیانت نه شی.
په سپارښتنو کې دغه راز راغلی چې ټول امنیتی ځواکونه دې د یو او بل په کارونو کې له لاسوهنه نه کوی او د یو بل پر وړاندې دې له داسې چارو مخ وګرځوی چې د باور فضا خبرابوی کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.