کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د حماس او اسراییلو جګړې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د روسیې وړاندیز شوی پرېکړه لیک رد شو.
رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې هغه وړاندیز شوی پرېکړه لیک رد کړ، چې د حماس ډلې او اسراییلو ترمنځ یې د اوربند غوښتنه کړې وه.
د کریملن لخوا وړاندیز شوی دې پرېکړه لیک یوازې پنځه موافقې رایې اخیستې وې.
د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو له ډلې، څلور غړو د پرېکړه لیک ضد رایه کارولې او پاتې شپږو هغو له رایې ورکولو انکار کړی دی.
نږدې لس ورځې وشوې چې اسراییلی ځواکونو پر غزې درنه بمباری پیل کړې، چې له امله یې نږدې ۳ زره فلسطینی وګړی وژل شوی او څه کم ۱۰ زره کسان په کې ژوبل دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ