کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما د فعالیت غځولو په اړه غونډه وکړی.
په داسې حال کې چې افغانستان کې د یوناما ماموریت پای ته رسېدو ته درې ورځې پاتی، ترې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړو د دې شورا د مارچ د شپږمې په غونډه کې د یوناما د ماموریت د غځولو ملاتړ کړی و.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمی استازولۍ مشر نصیر احمد فایق هم له ځینو افغان رسنیو سره په خبرو کې د یوناما د ماموریت د غځولو ملاتړ کړی دی.
یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسی استازولی ده، چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د بُن له کنفرانس وروسته او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ ګڼه پرېکړه لیک پر بنسټ د غړو د رایو له مخې د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸ مه په فعالیت پیل وکړ، چې فعالیت یې هر کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو د رایو پر بنسټ غځول کیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ