امیرخان متقی د یوه پلاوی په مشرۍ قطر ته په سفر ووت

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۸مه او د جون میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو زوارت وایی، چې امیرخان متقی او ور سره مل پلاوی قطر ته په سفر ووتل.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخی وایی، د بهرنیو چارو له وزیر سره په دغه سفر کې د مالیې وزارت او مرکزی بانک چارواکی ملتیا کوی.
ښاغلی بلخی پر خپل ټویټر لیکلی، چې یاد پلای به د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړی استازی سره ووینی.
که څه هم وزارت د دې سفر او د امریکا له ځانګړی استازی سره د لیدو اصلی موخه نه ده، څرګنده کړې خو، بلخې قطر ته چارواکو دا سفر مهم بللی دی.
بېګاه ناوخته واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وویل، چې افغان چارواکو د کنګل شوې پانګې پر سر له امریکایی لوری سره خبرې پیل کړې دی.
ورځپاڼې د خپلو باوری سرچینو په حواله لیکلی چې دمګړی امریکا او د افغانستان نوی حکومت پر دې کار کوی چې څنګه وکړی شی د کنګل شوې پانګې یوه برخه آزاده او د مرکزی بانک په واک کې ورکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.