معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امیر خان متقي سمرقند غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته لاړ

امیر خان متقي سمرقند غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته لاړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۴ نېټه):
وړاندې تر دې ویل شوي وو چې دغه غونډه کې د سرپرست افغان حکومت استازي نۀ دي بلل شوي، خو اوس راپورونه وایي چې دغه غونډه کې د ګډون په موخه د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یو پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته تللی.
د ازبکستان په سمرقند ښار کې به نن پنجشنبه د افغانستان په تړاو، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران څلورمه غونډه پیل شي چې دوه ورځې به دوام وکړي.
تمه کیږي چې په نننۍ لومړۍ ورځ به د دغې غونډې ګډونوال د افغانستان سیاسي، بشري، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په ځانګړې توګه له ترهګرو ډلو او له نشه‌ يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس