کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۴ نېټه):
وړاندې تر دې ویل شوی وو چې دغه غونډه کې د سرپرست افغان حکومت استازی نۀ دی بلل شوی، خو اوس راپورونه وایی چې دغه غونډه کې د ګډون په موخه د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی د یو پلاوی په مشرۍ دغه هېواد ته تللی.
د ازبکستان په سمرقند ښار کې به نن پنجشنبه د افغانستان په تړاو، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران څلورمه غونډه پیل شی چې دوه ورځې به دوام وکړی.
تمه کیږی چې په نننۍ لومړۍ ورځ به د دغې غونډې ګډونوال د افغانستان سیاسی، بشری، اقتصادی او ټولنیز وضعیت په ځانګړې توګه له ترهګرو ډلو او له نشه یی توکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ