امیر خان متقی له هند راغلی پلاوی سره کتلی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۲مه او د جون میاشتې دوهمه نېټه ده) د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت او حکومت په استازیتوب راغلی پلاوی د دواړو هیوادونو تر منځ یو ښه پیل بللی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی وایی، امیرخان متقی د هند له استازی سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې هندوستان دې په افغانستان ‏کې خپلې درول شوې پروژې له سره پیل کړی.
هغه دغه راز له راغلی پلاوی غوښتی، چې په کابل کې خپل ډیپلوماټیک شتون پرانېزی او افغانانو ته په ځانګړی ډول د افغان محصلینو او ناروغانو لپاره قونسلی خدمات وړاندی کړی.
د بلخی په وینا د هند پلاوی وویل چې دوی د افغانستان سره د پخوا په څېر ښې اړیکې غواړی او خپلو مرستو ته دوام ورکوی.
‏هندی پلاوی زیاته کړې چې هېواد به یې د افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کی پر مرستو او کار کولو غور وکړی.
پلاوی دغه راز ویلی، څڼګه یې چې د افغان صادراتو پر مخ خپلو پولو او بندرونه خلاص کړی، چې له امله یې د دغه هېواد صادرات د تیرو کلونو په نسبت زیات شوی، په یاده برخه کې به لا اسانتیا رامنځ ته کړی.
دواړو لورو پرېکړه کړې چې تر منځ به یې راشه درشه لا وغوړېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.