کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن به نن مصر ته په سفر ولاړ شی او هلته به په غزه کې د اوربند او په جګړه کې د یرغمل شویو کسانو په اړه خبرې – اترې وکړی.
واشنګټن قطر او مصر له تېرو څو میاشتو راهیسې ظاهراً هڅه کوی، چې د اسراییل او فلسطین ترمنځ د جګړې د درولو او د اسراییلی او فلسطینی یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره یوې هوکړې ته ورسیږی.
د اسراییلی اشغالګرو په دې وروستیو پر غزې درانه بریدونه او بمباردونه پیل کړی، چې له امله یې تر دا مهاله په زرګونه بې دفاع ولسی وګړی شهیدان شوی او په لکونو کورونه نړېدلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ