کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشی، انتونیو ګوترېش، پرون د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عربی هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د سوریې له انتقالی ولسمشر احمد الشرع سره لیدلی.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلی، دواړو لورو د سوریې لپاره د نوی مسیر د ټاکلو تاریخی فرصت او د دغه هېواد پر وړاندې د شته خنډونو په اړه تفصیلی خبرې کړې دی.
ګوترېش ویلی، ملګری ملتونه به د سوریې د بیارغونې، د خلکو د بشری اړتیاوو د رفع کولو او د سولې د راوستلو لپاره خپلې هڅې جاری وساتی.
نوموړی ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د سوریې د بحران د حل لپاره همکاری وکړی او د عامو خلکو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړی.
احمد الشرع هم په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو له هڅو مننه کړې او او ژمنه یې کړې، چې د ثبات او پرمختګ لپاره به د نړیوالو ملګرو سره کار ته دوام ورکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ