معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / انتونیو ګوترېش نن منځنۍ آسیا ته خپل سفر پیلوي

انتونیو ګوترېش نن منځنۍ آسیا ته خپل سفر پیلوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند استفان دوجاریک ویلي، چې انتونیو ګوترېش به منځنۍ آسیا ته خپل سفر نن له ازبکستان څخه پیل کړي.

د دوجاریک په وینا، د ملګرو ملتونو سرمنشي به له تاشکند وروسته قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان ته هم سفر وکړي.

منځنۍ آسیا ته د ګوترېش د سفر موخه د دغو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته او د اقلیم د بدلون په تړاو له یو شمېر پروژو لیدنه ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي به د دغه‌ راز د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې د روان کال د جولای په څلورمه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړیږي، هم ګډون او وینا وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس