کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشی ویاند استفان دوجاریک ویلی، چې انتونیو ګوترېش به منځنۍ آسیا ته خپل سفر نن له ازبکستان څخه پیل کړی.
د دوجاریک په وینا، د ملګرو ملتونو سرمنشی به له تاشکند وروسته قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان ته هم سفر وکړی.
منځنۍ آسیا ته د ګوترېش د سفر موخه د دغو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته او د اقلیم د بدلون په تړاو له یو شمېر پروژو لیدنه ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشی به د دغه راز د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې د روان کال د جولای په څلورمه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړیږی، هم ګډون او وینا وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ