کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۸ مه نېټه):
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مارسودی د اسلامی همکاریو د سازمان له غړو هېوادونو غوښتی، چې له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکړی.
نوموړې د سعودی عربستان په جده ښار کې د اسلامی همکاریو د سازمان په جوړه شوې غونډه کې د هغو اقتصادی، فرهنګی او سیاسی خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو اغېز کوی.
نوموړې ویلی، د ښځو او نجونو لپاره د زده کړو او نورو برخو برابرول به په افغانستان کې وضعیت ښه کړی.
سرپرست افغان حکومت له واکمن کېدو تر ننه د هېڅ هېواد له لوری تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ