کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت د سره صلیب نړیوالی کمېټې هغه راپور چې افغانستان کې ۳۳ میلیونه وګړی د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی، رد او د هغوی شوې سروې یې د سوال وړ بللې.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد رسنیو ته ویلی، دغې وزارت د اوبو کمښت مهار او پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی لپاره ګڼې پروژې پلې کړی او یا هم د پلی کېدو په حال کې دی.
نوموړی دا هم منلې، چې ښارونو په ځانګړی ډول کابل ښاریان څه ناڅه پاکو اوبو له ستونزو سره مخ دی، خو یاد وزارت د دې ستونزې د هواری لپاره لنډ او اوږدمهالی پروژې تر لاس لاندې لری.
د یادونې وړ ده، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اوبو نړیوالې ورځې په مناست خپل راپور کې ادعا کړې وه، چې ۳۳میلیونه افغانان د څښاک، کرنې او د ژوند نورو اړتیاوو کې د اوبو له کمښت سره مخ دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ