کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۵ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په خپل تازه راپور کې ویلی، چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۷ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخ دی.
د دوی د راپور په اساس تېر کال د افغانستان نفوس له ۴۳ میلیونه تنو څخه نور هم ډېر شوی، چې له امله به یې روان زېږدیز کال د افغانستان ۲۸.۳ میلیونه کسان چې د دغه هېواد دوه پر درېیمه برخه نفوس جوړوی، د ژوندی پاتې کېدو لپاره بشری مرستو ته اړتیا لری.
دوی د دغې اړتیا علت څو کاله پرلپسې وچکالی او د دوو کلونو راهیسې سخت اقتصادی زوال ښودلی.
اوچا ویلی، د بشری مرستو بندېدو او د شتمنیو کنګل کېدو له امله د افغانستان اقتصادی بحران پراخ شوی دی.
د اقتصادی چارو کارپوهان په افغانستان کې د اقتصادی بحران لوی لامل وروستی سیاسی بدلون، وچکالی، اقلیمی تغیرات او یو لړ نور مسایل ښودلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ