اوچا روان کال کې له ۲۲ میلیونه افغانانو سره د مرستو کولو خبر ورکړی

ګهیځ: نن شنیه (د مرغومی ۱۸مه) د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایی، دوی په افغانستان کې اړتیاوو او زیان¬ ګاللو ته په پام خلکو ته بشری مرستې رسوی.
د دې ادارې مشرې ایزابیل موسارد کارلسن ویلی، چې د مرستندویو ادارو موخه دا ده څو په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې په افغانستان کې تر ۲۲ میلیونه ډېرو کسانو سره مرسته وشی.
دا په داسې حال کې ده چې اوس په افغانستان کې ژمی روان دی او د ګڼو بنسټونو له خوا د بې وزلۍ امله سږ کال په دغه هېواد کې ژمی د نورو کلونو په پرتله سخت اټکل شوی دی.
بل خوا ځینې سیمې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتو له کبله ځپل شوی، او ور سره ګڼ کسان کافی خواړه نه لری.
د اسلامی امارت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغنی برادر په یوه ویډیویی پیغام کې له مرستندویو ادارو او هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانان په بشری مرستو کې له یاده ونه باسی.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، د دې لپاره چې روان کال وکړای شی له افغانانو سره د خوړو مرسته وکړی، په میاشت کې ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.