کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر اوچا پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، په افغانستان کې د طبیعی پېښو له امله رامنځته شوی بحران رسېدنې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.
د راپور پر بنسټ اوچا زیاته کړې، افغانستان د نړۍ د لسو هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې له ډېرو اقلیمی بدلونونو او طبیعی پېښو سره مخ دی.
د اوچا په وینا، افغانستان کې د تودوخې درجه په نړۍ کې له اوسط درجې لوړه ده او د چاپېریال تخریب به د کرنې په برخه کې ستونزې رامنځته کړی.
دوی دغه څرګندونې په داسې مهال کړی، چې یوه میاشت وړاندې هم ملګرو ملتونو ویلی وو، چې په دغه هېواد کې د خوراکی توکو د کمښت بحران په پراخېدو دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ