معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا وایي، افغانستان کې لوږه د ریکارډ تر کچې رسېدلې

اوچا وایي، افغانستان کې لوږه د ریکارډ تر کچې رسېدلې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا خبرداری ورکړی، چې که د بودیجې د سخت کمښت ستونزه یې هواره نشي، نو افغانستان کې به د ژوند ژغورنې د مرستو اندازه ډېره راکمه کړي.
د دوی په خبره اوس په افغانستان کې سخته لوږه د ریکارډ ترکچې رسېدلې ده.
اوچا تېره ورځ د دغې خبرداري ترڅنګ ویلي، چې د روان کال د جنورۍ نه تر جولای میاشتې پورې په افغانستان کې بشري شریکانو ۲۲،۶ میلیونه وګړو ته د خوړو او کرنې په برخه کې مرستې رسولي دي.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان څانګې هم پرون په خپله ټویټر پاڼه کې خبرداری ورکړی، چې که لازمه بودیجه ترلاسه نه کړي، نو اته میلیونه افغانان به د ژوند ژغورنې له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس