کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا خبرداری ورکړی، چې که د بودیجې د سخت کمښت ستونزه یې هواره نشی، نو افغانستان کې به د ژوند ژغورنې د مرستو اندازه ډېره راکمه کړی.
د دوی په خبره اوس په افغانستان کې سخته لوږه د ریکارډ ترکچې رسېدلې ده.
اوچا تېره ورځ د دغې خبرداری ترڅنګ ویلی، چې د روان کال د جنورۍ نه تر جولای میاشتې پورې په افغانستان کې بشری شریکانو ۲۲،۶ میلیونه وګړو ته د خوړو او کرنې په برخه کې مرستې رسولی دی.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان څانګې هم پرون په خپله ټویټر پاڼه کې خبرداری ورکړی، چې که لازمه بودیجه ترلاسه نه کړی، نو اته میلیونه افغانان به د ژوند ژغورنې له روغتیایی خدمتونو بې برخې شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ