کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، د ۲۰۲۵ کال پر مهال افغانستان کې ۱۴.۸ میلیون وګړی د ژوندی پاتې کېدلو لپاره خوراکی او کرنیزو مرستو ته اړتیا لری.
اوچا د دې شمېرو په اعلانولو سره لیکلی، د بشرپالو شریکانو لپاره ۱۴.۲ میلیون وګړو ته د مرستې رسول لومړیتوب دی او د دې خلکو د ملاتړ لپاره ۱.۰۹ میلیارد ډالریزې بودیجې ته اړتیا لری.
اوچا تر دې وړاندې ویلی وو، چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون وګړی بشرپالو مرستو ته اړتیا ولری او د مرستې رسونې لپاره ۲.۲۴ میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.
بل لور د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، د بودیجې کمښت له امله سږ کال په ژمی کې نشی کولای چې په افغانستان کې له ۷ میلیون وګړو سره مرسته وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ