معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا وایي، روان ژمی به ۱۶ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې ورسوي

اوچا وایي، روان ژمی به ۱۶ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې ورسوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدي ۴مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) مرستیال محمد خاطر زید، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره لیدنه ترسره کړې ده.

د خبر پر بنسټ په دې لیدنه کې نوموړي ویلي، چې اوچا به په خپل ژمني پلان کې افغانستان کې له ۱۶ میلیون وګړو سره بشري مرستې ترسره کړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مسوولینو په وینا  دغو مرستو کې خوراکي توکي، ژمنۍ جامې، کمبلې، د سونګ توکي او روغتیايي مرستې شاملې دي.

اوچا په داسې مهال د ژمي په رارسېدو سره افغانانو ته د مرستې رسولو ژمنه کوي، چې هېواد کې د هوا په سړېدو سره د ډېری بې وزلو خلکو ژوند سخت شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس