کابل-ګهیځ نیوز( د جدی ۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سازمان د بشری مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) مرستیال محمد خاطر زید، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره لیدنه ترسره کړې ده.
د خبر پر بنسټ په دې لیدنه کې نوموړی ویلی، چې اوچا به په خپل ژمنی پلان کې افغانستان کې له ۱۶ میلیون وګړو سره بشری مرستې ترسره کړی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مسوولینو په وینا دغو مرستو کې خوراکی توکی، ژمنۍ جامې، کمبلې، د سونګ توکی او روغتیایی مرستې شاملې دی.
اوچا په داسې مهال د ژمی په رارسېدو سره افغانانو ته د مرستې رسولو ژمنه کوی، چې هېواد کې د هوا په سړېدو سره د ډېری بې وزلو خلکو ژوند سخت شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ