کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې په روان زېږدیز کال کې به نږدې نیم میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شي.
د دغې ادارې په خبره د ستنېدونکو افغانانو له ډلې سلو کې ۹۸ به یې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د اوچا د معلوماتو پر اساس د تېر زېږدیز کال په وروستۍ ربع کې نږدې نیم میلیونه بې اسناده افغانان د پاکستان د حکومت د نوې پالیسۍ په اساس په جبري ډول وېستل شوي دي.
اوچا په بیان کې زیاته کړې، چې اوس مهال ۶،۳ میلیونه افغان وګړي د اوږدمهال لپاره بېځایه شوي، چې په دوی کې ډېرو یوه لسیزه مخکې خپل کورونه پریښي دي.
افغانستان د بېځایه شویو خلکو د شمېر له پلوه په جنوبي آسیا کې لومړی او په ټوله نړۍ کې دوهم ځای لري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/