کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلی، چې په روان زېږدیز کال کې به نږدې نیم میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شی.
د دغې ادارې په خبره د ستنېدونکو افغانانو له ډلې سلو کې ۹۸ به یې بشری مرستو ته اړتیا ولری.
د اوچا د معلوماتو پر اساس د تېر زېږدیز کال په وروستۍ ربع کې نږدې نیم میلیونه بې اسناده افغانان د پاکستان د حکومت د نوې پالیسۍ په اساس په جبری ډول وېستل شوی دی.
اوچا په بیان کې زیاته کړې، چې اوس مهال ۶،۳ میلیونه افغان وګړی د اوږدمهال لپاره بېځایه شوی، چې په دوی کې ډېرو یوه لسیزه مخکې خپل کورونه پریښی دی.
افغانستان د بېځایه شویو خلکو د شمېر له پلوه په جنوبی آسیا کې لومړی او په ټوله نړۍ کې دوهم ځای لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ