معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا وایي، روان کال کې یې ۲۵ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې رسولي:

اوچا وایي، روان کال کې یې ۲۵ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې رسولي:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۹):
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، روان ۲۰۲۲ کال کې یې شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې رسولي دي.
دغې ادارې ویلي، د سږني کال په ترڅ کې یې د بشري مرستو د رسولو عملیات د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې ترسره کړي دي.
دوی وایي، د خېریه ټولنو له مرستندویو هېوادونو غواړي چې د افغانستان خلکو ته بشري مرستې وخت ته په پام سره برابرې کړي.
د ملګرو ملتونو ځینو اړوندو ادارو او د ماشومانو د ملاتړ ټولنې اټکل کړی چې په راروان ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې خوراکي موادو ته د اړو افغانانو شمېر ۲۸ میلیونه ته لوړ شي.
دغه څرګندونې په داسې مهال کیږي چې
افغانستان کې بې روزګارۍ او فقر د ژمي په رارسېدو سره د ډېری افغانانو ژوند سخت کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس