کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۹):
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایی، روان ۲۰۲۲ کال کې یې شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانانو ته بشری مرستې رسولی دی.
دغې ادارې ویلی، د سږنی کال په ترڅ کې یې د بشری مرستو د رسولو عملیات د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې ترسره کړی دی.
دوی وایی، د خېریه ټولنو له مرستندویو هېوادونو غواړی چې د افغانستان خلکو ته بشری مرستې وخت ته په پام سره برابرې کړی.
د ملګرو ملتونو ځینو اړوندو ادارو او د ماشومانو د ملاتړ ټولنې اټکل کړی چې په راروان ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې خوراکی موادو ته د اړو افغانانو شمېر ۲۸ میلیونه ته لوړ شی.
دغه څرګندونې په داسې مهال کیږی چې
افغانستان کې بې روزګارۍ او فقر د ژمی په رارسېدو سره د ډېری افغانانو ژوند سخت کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ