کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ ادارې “اوچا” ویلي، هڅه کوي چې هر ژر سېلاب ځپلو سیمو ته خپل ټیمونه واستوي.
د دغې ادارې عملیاتي رییسې اډېم وسورنو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره هم کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې وسورنو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وروستیو سېلابونو په تړاو غمرازي کړې او ژمنه یې وکړه، چې ژر تر ژره به زیانمنو سیمو ته خپل ټیمونه واستوي.
خبرپاڼې همدارنګه لیکلي چې په دې کتنه کې سرپرست وزیر د مرستو په جلب او همغږۍ کې د اوچا له هڅو مننه کړې او زیاتوي په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیم په خرابۍ کې هېڅ ونډه نهلري، خو له دغې ښکارندې تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/