کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سازمان د بشری چارو د همغږۍ ادارې “اوچا” ویلی، هڅه کوی چې هر ژر سېلاب ځپلو سیمو ته خپل ټیمونه واستوی.
د دغې ادارې عملیاتی رییسې اډېم وسورنو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره هم کتلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې په دې کتنه کې وسورنو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وروستیو سېلابونو په تړاو غمرازی کړې او ژمنه یې وکړه، چې ژر تر ژره به زیانمنو سیمو ته خپل ټیمونه واستوی.
خبرپاڼې همدارنګه لیکلی چې په دې کتنه کې سرپرست وزیر د مرستو په جلب او همغږۍ کې د اوچا له هڅو مننه کړې او زیاتوی په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیم په خرابۍ کې هېڅ ونډه نهلری، خو له دغې ښکارندې تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ