معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا ویلي، د سړې هوا له امله افغانستان کې پنځه تنه مړه شوي

اوچا ویلي، د سړې هوا له امله افغانستان کې پنځه تنه مړه شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نیمايي کې د واروې اورېدو او سړې هوا له امله پنځو کسانو ژوند بایللی.

اوچا ویلي، چې د جنورۍ په ۵مه د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې دریو کسانو د درنې واورې اورېدنې له امله ساه ورکړې وه او دغه راز د جنورۍ پر ۴مه بیا د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې دوه کسان د سړې هوا له کبله مړه شوي وو.

یاد بنسټ ویلي، چې د ملګرو ملتونو بنسټونه د اغېزمنو سیمو پر ارزونو بوخت دي او هڅه کوي چې دغو سیمو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.

د یادونې ده، چې د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د هېواد په ډېرو برخو کې واوره اورېدلې وه.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس