کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلی، د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نیمایی کې د واروې اورېدو او سړې هوا له امله پنځو کسانو ژوند بایللی.
اوچا ویلی، چې د جنورۍ په ۵مه د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې دریو کسانو د درنې واورې اورېدنې له امله ساه ورکړې وه او دغه راز د جنورۍ پر ۴مه بیا د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې دوه کسان د سړې هوا له کبله مړه شوی وو.
یاد بنسټ ویلی، چې د ملګرو ملتونو بنسټونه د اغېزمنو سیمو پر ارزونو بوخت دی او هڅه کوی چې دغو سیمو ته لومړنۍ مرستې ورسوی.
د یادونې ده، چې د روانې میلادی میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د هېواد په ډېرو برخو کې واوره اورېدلې وه.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ