اوچا: په ۳ میاشتو کې ۷ ملیونه افغانانو سره مرستې شوی

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۱۵مه) اوچا ویلی ملګرو ملتونو او همکارانو یې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر تر نوامبر پورې له لږ تر لږه ۷ ملیونه افغانانو سره مرستې کړی.
دا خبره د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون په یوه ټویټ کې کړې ده.
د ټویټ پر بنسټ ملګرو ملتونو او همکارانو یې په تېرو نژدې درېیو میاشتو کې له اووه ملیونو افغانانو سره د خوړو مرسته کړې، نږدې نهو لکو افغانانو ته‌ یې روغتیایی مرستې رسولی او نږدې یو لک او ۸۰ زره هغو ماشومانو ته، چې خوارځواکۍ ځپلی دی، خواړه رسولی.
سربېره پر دې ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې لا هم ۲۴ ملیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لری.
د اوچا د افغانستان څانګې مشرې ایسابیلا موسار ویلی چې ۲۴ ملیونه افغانان دمګړۍ خوړو، روغتیایی مرستو، ژمنی توکو او نغدو پیسو ته سخته اړتیا لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.