معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اوکرایني ځواکونو ۶۳ روسي پوځیان وژلي

اوکرایني ځواکونو ۶۳ روسي پوځیان وژلي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۳ مه نېټه):
د روسیې دفاع وزارت ویلي، د اوکراین په ختیځ کې د اوکریني پوځیانو په یو برید کې ۶۳ تنه روسي پوځیان وژل شوي دي.
اوکراین بیا ویلي چې د روسیې تر کنټرول لاندې د دونتسک سیمې په ماکیفا ښار کې یې روسي پوځیان په نښه کړي دي.
دوی دغه برید کې د روسي پوځیانو د مرګ_ژوبلې کچه تر هغې لوړه ښایي، چې مسکو تایید کړې ده.
د روسیې دفاع وزارت بیا ویلي، چې پېښه کې د وژل شویو پوځیانو د خپلوانو او کورنیو سره لازمې مرستې او ملاتړ برابر شوی دی.
د روسیې دفاع وزارت دا نه دي ویلي چې دا برید څه وخت شوی دی، خو ګمان کیږي چې اوکرایني ځواکونو د نوي زېږدیز کال په لومړۍ ورځ پر روسي پوځیانو برید کړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت له لوري په دومره لوړه کچه د روسي پوځیانو د وژل کېدو د خبر تایید بې ساری دی.
د کرملین منتقدین، روسي چارواکي په دې تورنوي چې د اوکراین په جګړه کې د روسي پوځیانو مرګ_ژوبله کم اهمیته ښیي او شمېرې د اصلي مرګ ژوبلې څخه ډېرې کمې خپروي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس