اوکراینی ځواکونو ۶۳ روسی پوځیان وژلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۳ مه نېټه):
د روسیې دفاع وزارت ویلی، د اوکراین په ختیځ کې د اوکرینی پوځیانو په یو برید کې ۶۳ تنه روسی پوځیان وژل شوی دی.
اوکراین بیا ویلی چې د روسیې تر کنټرول لاندې د دونتسک سیمې په ماکیفا ښار کې یې روسی پوځیان په نښه کړی دی.
دوی دغه برید کې د روسی پوځیانو د مرګ_ژوبلې کچه تر هغې لوړه ښایی، چې مسکو تایید کړې ده.
د روسیې دفاع وزارت بیا ویلی، چې پېښه کې د وژل شویو پوځیانو د خپلوانو او کورنیو سره لازمې مرستې او ملاتړ برابر شوی دی.
د روسیې دفاع وزارت دا نه دی ویلی چې دا برید څه وخت شوی دی، خو ګمان کیږی چې اوکراینی ځواکونو د نوی زېږدیز کال په لومړۍ ورځ پر روسی پوځیانو برید کړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت له لوری په دومره لوړه کچه د روسی پوځیانو د وژل کېدو د خبر تایید بې ساری دی.
د کرملین منتقدین، روسی چارواکی په دې تورنوی چې د اوکراین په جګړه کې د روسی پوځیانو مرګ_ژوبله کم اهمیته ښیی او شمېرې د اصلی مرګ ژوبلې څخه ډېرې کمې خپروی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.