معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوکراین افغانستان سره د ۱۶ زره ټنه غنمو د مرستې خبر ورکړ

اوکراین افغانستان سره د ۱۶ زره ټنه غنمو د مرستې خبر ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
د انټرفکس خبري آژانس په خپل یو راپور کې ویلي، د اوکراين له بندر څخه يوه بېړۍ چې ١٦ زره ټنه غنم په کې بار دي، افغانستان ته روانه ده.
په راپور کې وړاندې ویل شوي، دغه کښتۍ به په څو راتلونکو ورځو کې د پاکستان یوه بندر ته راورسيږي او له هغه ځایه به افغانستان ته ولېږدول شي.
دا د نوي ۲۰۲۳ زېږدیز کال له پیل وروسته افغانستان سره د اوکراین لومړۍ مرسته ده.
تر دې وړاندې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په جولای میاشت کې یاد هېواد له افغانستان سره د ۳۰ زره ټنو غنمو مرسته کړې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس