اوکراین افغانستان سره د ۱۶ زره ټنه غنمو د مرستې خبر ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
د انټرفکس خبری آژانس په خپل یو راپور کې ویلی، د اوکراین له بندر څخه یوه بېړۍ چې ۱۶ زره ټنه غنم په کې بار دی، افغانستان ته روانه ده.
په راپور کې وړاندې ویل شوی، دغه کښتۍ به په څو راتلونکو ورځو کې د پاکستان یوه بندر ته راورسیږی او له هغه ځایه به افغانستان ته ولېږدول شی.
دا د نوی ۲۰۲۳ زېږدیز کال له پیل وروسته افغانستان سره د اوکراین لومړۍ مرسته ده.
تر دې وړاندې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په جولای میاشت کې یاد هېواد له افغانستان سره د ۳۰ زره ټنو غنمو مرسته کړې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.