معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اوکراین د روسیې لخوا د سولیدار ښار د نیولو ادعا رد کړه

اوکراین د روسیې لخوا د سولیدار ښار د نیولو ادعا رد کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۲ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د اوکراين ولسمشر ولادیمير زلنسکي د روسیې هغه ادعا رد کړې چې ګواکې سولیدار ښار د روسیې ځواکونو نیولی دی.
ولادیمیر زلنسکي پرون مازیګر په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، روسیې داسې تبلیغ کړی چې ګوندې سولیدار ښار یې نیولی، خو په خبره یې اوس هم دغه ښار کې جګړه روانه ده.
د اوکراین پوځ ویلي، د روسي پوځیانو ته د دونيڅک سیمې په جګړه کې درنه مرګ‌_ژوبله اوښتې ده.
په همدې حال کې د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف ویلي، روسي ځواکونو اوکراین کې یو څه پرمختګ کړی، خو په خبره یې چارواکي نه باید په بېړې دا پرمختګونه بریاوې اعلان کړي.
پر اوکراین د روسیې د برید کلونه وشول، خو لا هم د روسیې لخوا د دغه هېواد د نیولو کوم څرک نۀ لیدل کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس