اوکراین د روسیې لخوا د سولیدار ښار د نیولو ادعا رد کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۲ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکی د روسیې هغه ادعا رد کړې چې ګواکې سولیدار ښار د روسیې ځواکونو نیولی دی.
ولادیمیر زلنسکی پرون مازیګر په یوه ویډیویی پیغام کې ویلی، روسیې داسې تبلیغ کړی چې ګوندې سولیدار ښار یې نیولی، خو په خبره یې اوس هم دغه ښار کې جګړه روانه ده.
د اوکراین پوځ ویلی، د روسی پوځیانو ته د دونیڅک سیمې په جګړه کې درنه مرګ‌_ژوبله اوښتې ده.
په همدې حال کې د کریملین ویاند دیمتری پیسکوف ویلی، روسی ځواکونو اوکراین کې یو څه پرمختګ کړی، خو په خبره یې چارواکی نه باید په بېړې دا پرمختګونه بریاوې اعلان کړی.
پر اوکراین د روسیې د برید کلونه وشول، خو لا هم د روسیې لخوا د دغه هېواد د نیولو کوم څرک نۀ لیدل کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.