اوکراین کې د یوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د کورنیو چارو د وزیر په ګډون ۱۸ تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې دغه چورلکه کییف ته نږدې برواوری ښارګوټی کې راغورځېدلې ده.
دغه پېښه کې د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر ډینیس موناستیورسکی په ګډون یو شمېر نور لوړ پوړی پوځی چارواکی هم مړه شوی دی.
نړیوالو رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ویلی، چې د درې ماشومانو په ګډون ټول ټال ۱۸ تنو ژوند بایللی او د ۱۵ ماشومانو په ګډون په کې ۲۹ تنه نور ژوبل شوی دی.
پېښه کې ماشومانو ته د مرګ_ژوبلې اوښتو علت په یو وړکتون د یادې چورلکې غورځېدل ښودل شوی.
ځایی چارواکو رسنیو ته ویلی، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړی دی.
پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته دا لومړنۍ چورلکه ده چې په غورځېدو یې لوړ پوړی اوکراینی چارواکی خپل ژوند بایلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.