کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلی، اوکرایین له روسیې سره د واشنګټن ۳۰ ورځنی اوربند وړاندیز منلی او هوکړه یې کړې ده.
نوموړی زیاته کړې، امریکا به اوس دغه وړاندیز روسیې ته استوی او هیله یې ښودلې، چې مسکو به هم اوکرایین سره د اوربند هوکړه وکړی.
په ورته مهال د اوکرایین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکی له امریکا غوښتی، چې پر روسیې زیات فشار راوړی، څو د اوربند ۳۰ ورځنی وړاندیز سره هوکړه وکړی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلی، ښایی روانه اونۍ له خپل روسی سیال ویلادیمیر پوتین سره خبرې وکړی.
بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلی، راتلونکو ورځو کې له امریکایی چارواکو سره د اړیکی نیولو احتمال نه ردوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ