کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیایی پروګرام (UNDP) د ۷,۲ میلیونه افغانیو په مالی لګښت او د ډی آر سی (DRC) موسسې په تخنیکی همکارۍ د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د کروندو د اوبخور په موخه د آبیارۍ د یوې پروژې د رغولو چاری بشپړې او د یوې غونډو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مسوولینو په وینا، د اچین ولسوالۍ د باندر لوی کلی کې د ۷,۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۶ متره په اوږدوالی د اوبو سربند، ۱۰۷ متره ویاله، ۷۳ متره استنادی دېوال او درې واړه چېک ډیمونه په اساسی ډول ورغول شو.
د دې پروژې په جریان کې ۲۹۳ تنه ځایی کسانو ته د کار کولو زمینه برابره وه چې په بشپړېدو سره یې ۸۵۰ جریبه زراعتی ځمکه د اوبخور څخه برخمنه شوه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ