ایران؛ د کوکنارو د کښت د مخنیوی په اړه د افغان حکومت د پرېکړې هر کلی کوی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وری ۱۷مه او د اپرېل ۶مه نېټه ده) ایران د افغانستان د اسلامی امارت د هغې پرېکړې هرکلی کړی دی چې په هېواد کې یې د کوکنارو پر کښت‌ بندیز لګولی دی.
د ایران د نشه یی توکو د کنټرول د ادارې مشر سکندر معینی ویلی چې هېواد یې د یادې پرېکړې عملی کېدو ته په تمه دی.
تهران ټایمز ورځپاڼې د معینی له قوله څرګنده کړې، چې ایران په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د مخنیوی په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
تېره یکشنبه د اسلامی امارت د مشرتابه ملا هبت‌ الله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې په افغانستان کې د کوکنارو کښت، سوداګری، کاروبار او د نشه یی توکو کارول منع شو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.