ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وری ۳۰مه او د اپرېل ۱۹مه نېټه ده) د ایران حکومت ویلی، چې د اوس لپاره په خپل هېواد کې د اسلامی امارت د سفارت ډېپلوماټان نشی منلی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې په تهران کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماتان د دغه هېواد د پخوانی حکومت استازی دی او د افغانستان نوی حکومت باید په رسمیت وپېژندل شی، څو نوی استازی را ولېږی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلی چې په دې اړه نړیوال کنوانسیونونه روښانه دی.
تر دې وړاندې په یو شمېر هېوادونو کې د اسلامی امارت ورلېږلی ډیپلوماټان منل شوی او هغوی ته یې باور لیکونه هم ورکړی.
گهیځ