کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو له افغانستان سره پر پوله ۲۵۰ هغه افغان کډوال ژغورلي، چې د سختې واورې او توپان له امله بند پاتې وو.
د ایران چارواکو ویلي، یاد افغان کډوال له افغانستان څخه ایران ته د تګ پر مهال د واورې او توپان له امله ایسار پاتې وو، چې د ایراني ځواکونو لخوا وژغورل شول.
د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد څارنوال حجت صدیقي ویلي، دا کډوال په ناقانونه توګه ایران ته د ننوتلو هڅه کوله، چې د سختو اقلیمي شرایطو له امله له خطر سره مخ شول.
ایراني چارواکو ویلي، ژغورل شوي کډوال ته روغتیایي پاملرنه ورکړل شوې او وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/