ایرانی سره پل پوله ۲۵۰ افغان کډوال له درنو واورو ژغورل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایرانی رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو له افغانستان سره پر پوله ۲۵۰ هغه افغان کډوال ژغورلی، چې د سختې واورې او توپان له امله بند پاتې وو.

د ایران چارواکو ویلی، یاد افغان کډوال له افغانستان څخه ایران ته د تګ پر مهال د واورې او توپان له امله ایسار پاتې وو، چې د ایرانی ځواکونو لخوا وژغورل شول.

د ایران د خراسان رضوی ولایت د تایباد څارنوال حجت صدیقی ویلی، دا کډوال په ناقانونه توګه ایران ته د ننوتلو هڅه کوله، چې د سختو اقلیمی شرایطو له امله له خطر سره مخ شول.

ایرانی چارواکو ویلی، ژغورل شوی کډوال ته روغتیایی پاملرنه ورکړل شوې او وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوی دی

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.