ایرانی رسنیو په خپلو خبرونو کې لیکلی چې، نن د ایران پولیسو نظام الدین قیصاری د دغه هېواد په پلازمېنه تهران کې نیولی دی.
د پرځېدلی حکومت د سیمه ایزو وسله والو ملېشو قومندان او په ایران کې د افغان کډوالو خپلسرى استاﺯى، نظام الدین قیصارې، کډوالو ته د پېژندنې جعلی اسنادو د ورکړې، په خپل سر د ناقانونه دفترونو پرانستلو او له کډوالو د پیسو شکولو له امله نیول شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې قیصاری دغه خبرونه ناسم بللی.
گهیځ