معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایراني چارواکو افغانستان د ایران د زعفرانو اصلي سیال بللی

ایراني چارواکو افغانستان د ایران د زعفرانو اصلي سیال بللی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د نیشاپور د کرنې مشر علي مبارکي ویلي، سره له دې چې زعفران له ایرانه افغانستان ته صادرېږي، خو دغه هېواد د ایران د زعفرانو اصلي سیال دی.

د خبر پر بنسټ علي مبارکي دغه څرګندونې پرون په نیشاپور کې د ایران د زعفرانو د ملي ورځې په لومړۍ نمانځغونډه کې وکړې.

بل‌ لور د سرپرست حکومت چارواکو ويلي، د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د زعفرانو د کښت کچه ​​لوړه شوې ده.

د روان کال د غوايي میاشتې په پیل کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي وو، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران نهو هېوادونو ته صادر کړل.

همدارنګه په بلجیم کې د “مزه” نړیوال انسټیټیوټ سږکال ویلي، چې له لابراتواري ازموینې وروسته د هرات زعفرانو د خوند له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړ.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس