ایرانی چارواکو افغانستان د ایران د زعفرانو اصلی سیال بللی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د نیشاپور د کرنې مشر علی مبارکی ویلی، سره له دې چې زعفران له ایرانه افغانستان ته صادرېږی، خو دغه هېواد د ایران د زعفرانو اصلی سیال دی.

د خبر پر بنسټ علی مبارکی دغه څرګندونې پرون په نیشاپور کې د ایران د زعفرانو د ملی ورځې په لومړۍ نمانځغونډه کې وکړې.

بل‌ لور د سرپرست حکومت چارواکو ویلی، د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د زعفرانو د کښت کچه ​​لوړه شوې ده.

د روان کال د غوایی میاشتې په پیل کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلی وو، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران نهو هېوادونو ته صادر کړل.

همدارنګه په بلجیم کې د “مزه” نړیوال انسټیټیوټ سږکال ویلی، چې له لابراتواری ازموینې وروسته د هرات زعفرانو د خوند له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړ.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.