کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران پوله ساتو ځواکونو قوماندان یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې بې اسناده بهرنی اتباع دې د ۱۴۰۳ کال تر پایه له دغه هېواده ووځی.
د ایران د پوله ساتو ځواکونو قوماندان احمد علی ګودرزی په یوې خبری ناسته کې ټینګار کړی، چې د روان کال تر پایه د بې اسناده کډوالو د شړلو پالیسی د اجنډا په سر کې ده.
نوموړی ویلی، چې دا خلک له ډېر وخت راهیسې د دغه هېواد له اسانتیاوو ګټه اخلی، خو اوس یې وخت دی چې له هېواده یې ووځی.
تېره اونۍ ایرانی ساتونکو یو افغان چې د اورېدلو ستونزه یې لرله راڅملولی، یوه یې لاسونه او پښې نیولی او بل ورته پر غاړه ګونډه وهلې ده، چې دې ویډیو په خواله رسنیو کې د ګڼ شمېر افغانانو غبرګونونه را پارولی وو.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ