ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومی ۲۰مه) د راپورونو پر بنسټ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له خپل هندی سیال جی شینکر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دی.
ایرانی لوړپوړی چارواکی ویلی که چېرته هند له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پلان لری نو ایران چمتو دی چې په دې برخه کې د دوی لاسنیوی وکړی.
د عبداللهیان په خبره ایران له هند سره مرسته کوی چې د درملو او غنمو په څېر خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوی او په چابهار بندر کې د دې چارې زمینه ورته برابروی.
ایران داسې مهال دغه ژمنه کوی چې له څو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د هند مرسته شوی غنم د پاکستان له لوری درول شوی او افغانستان ته د وړلو اجازه نه ورکوی.
گهیځ