ایران او م.م د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب لومړۍ نېټه) د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان د ملګرو ملتونو له عمومی منشی انتونیو ګوتریش سره په افغانستان کې پر روان وضعیت او نورو اړوند مسایلو خبرې کړې دی.
راپورونه وایی چې ایرانی لوری په دې لیدنه کې له افغانستان د کډوالو د څپې په اړه اندېښنه ښوودلې او له ملګرو ملتونو یې غوښتی چې په دې برخه کې همکاری ورسره وکړی.
دوی همدا راز افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو او دلته د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو هم ټینګار کړی دی.
ملګرو ملتونو ویلی دا اړینه ده چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې شی، د نشه یی توکو د کاروبار مخنیوی وشی او له دغه هېواد د کډوالۍ کچه راټیټه شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.