کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران سمنان ولایت ځایی چارواکو خبرداری ورکړی، چې له دغه ولایت څخه به د ۱۴۰۴ کال تر پایه ټول افغان کډوال ووېستل شی.
مهر خبری آژانس پرون د سمنان ولایت سیاسی او امنیتی مرستیال مهدی اقا براری د ادعا له قوله لیکلی، چې پناه غوښتونکو په بېلابېلو برخو کې ستونزې راولاړې کړې دی.
دغه ایرانی چارواکی ټینګار کړی، چې د ناقانونه کډوالو حضور بېړنۍ پرېکړې ته اړتیا لری.
نوموړی په سمنان ولایت کې د املاکو سلاکارانو ته خبرداری ورکړی، چې له کډوالو سره د همکارۍ حق نه لری او که همکاری وکړی په خبره یې، له پرېکنده چلن سره به مخامخ شی.
له دې سره هم مهاله، پاکستان هم د افغان کډوالو نیولو او له هغه هېواده یې د شړلو لړۍ چټکه کړې ده.
پاکستانی پولیسو په تېرو څو ورځو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کډوال نیولی او اسلام اباد کې یې د پاتې کډوالو ژوند تریخ کړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ